له اروپايي ټولنې څخه د بریتانيې د وتلو یا برېګزيټ پروسې لپاره د دې ټولنې مرکچي مایکل بارنير وايي، امکان شته چې بریتانیا راتلونکې اوونۍ د وتلو له یوې رسمي موافقې پرته له اروپايي اتحاديې څخه ووځي.
نوموړي د اپریل پر دویمه په برسلز کې وویل، ورځ تر بلې له اروپايي ټولنې څخه د بریتانيې د وتلو معامله سختېږي.
د اروپايي ټولنې مرکچي دا خبرې له هغه وروسته وکړې چې د بریتانيې پارلېمان د وزيراعظمې تېريزا مې لخوا له اروپايي اتحاديې څخه د بریتانيا د وتلو د موافقې بدیل وړانديزونه رد کړل.
د بارنر په وینا اوس چې له اروپايي ټولنې څخه د بریتانيا وتلو ته ۱۰ ورځې پاتې دي، لندن دوه انتخابه لري.
لومړی دا چې پرته له کومې موافقې باید ووځي او دويم له اروپايي ټولنې څخه دې د وتلو لپاره نور وخت وغواړي.