په پنجاب کې دې د پښتنو ځورونه ودرول شي: خیبر پښتونخوا اسمبلۍ
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د مارچ پر ۲۸مه په پنجاب صوبه کې د پولیسو له خوا د پښتنو ځورول کېدو پرضد قرارداد منظور کړ. په قرارداد کې له صوبايي حکومته غوښتنه شوې چې د پنجاب له حکومت سره دې په دې اړه خبرې وکړي چې پولیس دې هلته پښتانه بېځایه نه تنګوي. د خیبر پښتونخوا د قانون وزیر سلطان خان اسمبلۍ ته وویل چې دوی به په دې اړه د پنجاب له حکومت او وفاقي حکومت سره خامخا خبرې کوي. له پېښوره د خالد خان راپور