د افغانستان سولې په چارو کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ناټو له عمومي منشي یینس سټولټینبرګ سره د افغانستان سولې په باب غږېدلی دی.
د ناټو ویاندې اوانا لونګیسکو پر ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي چې زلمي خلیلزاد په دې کتنه کې د ناټو مشرتابه او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت غړیو ته په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره د هڅو په باب معلومات ورکړل.
زلمي خلیلزاد بروکسل ته تر تګ وړاندې په لندن کې له یوشمیر بریتانويو چارواکیو سره د افغانستان سولې د هڅو په باب غږېدلی دی.
ټاکل شوې چې خلیلزاد د اپریل تر لسمې نېټې په خپل دې سفر کې افغانستان، پاکستان، ازبکستان، اردن او قطر ته ولاړ شي.