د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې دوه امریکايي سرتېري وژل شوي


په افغانستان کې امریکايي سرتېري
په افغانستان کې امریکايي سرتېري

د افغانستان لپاره د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي په هیواد کې د کاروايي پر مهال دوه امریکايي پوځي سرتېري وژل شوي دي.

د مارچ پر ۲۲مه په ورکړل شوي بیان کې نور تفصیل نه دې په ډاګه شوی او د وژل شویو کسانو نومونه لا نه دي څرګند.

ناټو وویل چې د امریکا د دفاع محکمې اصول په پام کې له ساتلو سره د وژل شویو سرتېري نومونه د ۲۴ ساعتونو لپاره نه ښکاره کوي.

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت ۱۷۰۰۰ سرتېري لري.

په دې سره سږکال په افغانستان کې د وژل شویو امریکايي پوځي سرتېرو شمېر لږ تر لږه څلورو ته ورسېد.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG