د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي سیمې به زر پرمختګ وویني: عمران خان


په هوايي بمباریو کې وران ویجاړ د میرلي بازار. ۲۰۱۴ کال
تصویر له ارشیفه
په هوايي بمباریو کې وران ویجاړ د میرلي بازار. ۲۰۱۴ کال تصویر له ارشیفه

د پاکستان وزیراعظم وايي له خپلې ژمنې سره سمبه په پخوانۍ فاټا کې پرمختیايي چارې پیلوي. عمران خان ویلي، په قبایلي ضلعو کې د لس کلن پرمختیايي پلان په اړه یو درې اونیزه مشوراتي بهیر پیل کړی. نوموړي پر خپل ټویټر کښلي، دا پروسه به لومړی له باجوړه پیلوي.

وزیراعظم عمران خان زیاته کړه، قبایلي ولس به په سیمه کې یو لوی پرمختګ وویني ځکه چې حکومت به په هغو سیمو کې د لس کلن پرمختیايي پلان په ترڅ کې هر کال لس اربه روپۍ لګوي.

که څه هم حکومتونه په پخوانۍ فاټا کې بیا بیا د پرمختیايي چارو ژمنې او غورې کوي خو د قبایلي ولس په وینا تر اوسه یې په سیمه کې د پرمختګ او ترقۍ هېڅ چارې نه ترسترګو کېږي.

XS
SM
MD
LG