د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ايران بشري حقونو ساتونکې نسرين ستوده اووه کاله په بند سزا


د ايران د بشري حقونو مدافع نسرين ستوده
د ايران د بشري حقونو مدافع نسرين ستوده

ايرانۍ رسنۍ راپور ورکوي چې د ايران بشري حقونو مدافع نسرين ستوده په اووه کلن بند سزا کړل شوې وه.

د تهران اسلامي انقلاب عدالت يوه قاضي نيمه دولتي اژانس ايسنا ته نن وويل، ستوده ته د پنځو کلونو بند سزا د نظام پرضد د سازش او دوه کاله نوره سزا د مذهبي مشر ايت الله علي خامنه اي د سپکاوي له کبله ټاکل شوې ده.

د ستوده مدافع وکيل محمود بهزادي راد پرون ويلي وو چې دا سزا د هغه د موکلې په غياب کې اورول شوې ده.

نسرين ستوده چې د ازادۍ لپاره يې د اروپايي پارلمان د ٢٠١٢ میلادي کال جايزه ګټلې ده، د ٢٠١٨ میلادي کال په جون مياشت کې ونيول شوه.

هغې ته په ٢٠١٦ میلادي کال کې په غياب کې د پنځو کلونو بند سزا اورول شوې وه.

XS
SM
MD
LG