امريکا ويلي چې ترکيې ته يې له روسیې د هوايي دفاع نظام رانيولو پر سر خبرداری ورکړی دی. د بهرنيو چارو وزارت وياند رابرټ پلاډينو یې په سېشنبه وويل که چیرې ترکيه روسی اېس ۴۰۰ سسټم رانيسي نو واشنګټن دغه هېواد ته د پرمختللي اېف ۳۵ جنګي جېټ الوتکو پر خرڅلاو له سره غور کولای شي.
امريکا موافقه کړې وه چې ترکيې ته به د پنځم نسل اېف ۳۵، سل جديدې جنګي الوتکي ورکوي خو تر اوسه يې يوازې دوې الوتکې ورسپارلي دي. د امريکا کانګرېس تېر کال [۲۰۱۸م] د نورو الوتکو سپارلو د ځنډولو امر وکړ.
واشنګټن دا هم ويلي چې دوی له هغه وړانديز څخه هم پر شا کېدلای شي چې له مخې يې پر ترکيې د پېټرياټ په نامه توغندي ضد امريکايي دفاعي نظام وپلوري. روسيو رسنيو په فېبرورۍ کې راپور ورکړ، ترکيه اراده لري چې د دوه اعشاريه پنځه بیليونه ډالرو په ارزښت له ماسکوه د اېس ۴۰۰ هوايي دفاع نظام څلور دستګاوې رانيسي.