د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو نړیوال سازمان وايي پاکستان دې د پښتنو شکایتونه واوري


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین غونډې ته وینا کوي (پخوانی عکس)
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین غونډې ته وینا کوي (پخوانی عکس)

د بشري حقونو نړیوال سازمان – هیومېن رایټس واچ – پر پاکستان غږ کړی دی چې د پښتنو شکایتونو ته پام وکړي.

یاد سازمان دا خبره د فرورۍ پر ۱۵مه پر خپله رسمي پاڼه په خپره کړې هغه لیکنه کې کړې ده چې زیات بحث پکې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړي ارمان لوڼي د وژنې په اړه شوی دی.

ارمان لوڼی د فرورۍ پر دویمه په لورالايي کې پر د پښتون ژغورنې غورځنګ تر هغ څلور ورځني پرلت وروسته ووژل شو چې هلته د ترهګرو بریدونو ضد رابلل شوی وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او د دې پېښې عیني شاهدان وايي چې ارمان لوڼی د پولیسو په تشدد کې ووژل شو خو پولیس دا نه مني.

د بشري حقونو نړیوال سازمان – هیومېن رایټس واچ – لیکي چې د بلوچستان وزیراعلی د دې پېښې په اړه د پلټنو امر کړی دی.

سازمان پر پاکستانیو چارواکو غږ کوي چې په ملک کې د اوسېدونکو خلکو شکایتونو ته غوږ ونیسي او هغوي ته د پرامن مخالفت ښودلو اجازه ورکړي.

سازمان زیاتوي چې د ۲۰۱۸م کال په جنوري کې د وزیرستاني ځوان نقیب الله محسود تر وژل کېدو وروسته د پښتنو د حقونو لپاره راپورته شوی پښتون ژغورنې غورځنګ ځینې غوښتنې لري.

د سازمان په وینا ، پاکستاني وزیراعظم عمران خان د تېر کال په اپرېل کې بیان ورکړی وو چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ډېر شکایتونه به لرې کړي.

په دې کې په قبایلي سیمو کې پر پوځي چوکیو له ولس سره نرمي راوستل او په قبایلي سیمو کې د ښخ کړل شوو ماینونو لرې کول هم شامل وو.

سازمان زیاتوي چې عمران خان د ۲۰۱۹م کال په جنورۍ کې د یو داسې قانون مسوده هم منظوره کړه چې په زور د خلکو لا درکه کول جرم ګرځوي.

خو د بشري حقونو نړیوال سازمان – هیومیېن رایټس واچ – لیکي چې پاکستاني چارواکي باید دا د ملک کمزوري نه بلکې قوت وبولي چې هلته بېلا بېل قامونه ژوند کوي.

سازمان پر پاکستانیو چارواکو غږ کوي چې دې ته په کتو باید د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړي ارمان لوڼي د وژنې موثر او شفاف تحقیقات وشي.

XS
SM
MD
LG