د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان ملک عباس خان وزیر ووژل شو


د شمالي وزیرستان نقشه.
د شمالي وزیرستان نقشه.

د شمالي وزیرستان په میرعلي کې یو ځايي قبایلي مشر ملک عباس خان وزیر وژل شوی دی.

د چارواکو په وینا، د ملک عباس خان پر موټر د فبرورۍ د ۱۳مې په ماښام د میر علي په نورک سیمه کې هغه وخت بمي برید شوی چې هغه کور ته روان وو.

د دوی په وینا په دې برید کې ملک عباس خان وژل شوی او موټر یې زیانمن شوی دی.

د نوموړي پر تره ملک ریمال وزیر هم یوه اوونۍ وړاندې په هم دې سیمه کې بمي برید شوی وو خو هغه پکې روغ پاتې شوی وو.

قاري سیف الله، چې ځان د پاکستاني طالبانو د یوې ډلې مشر بولي، د برید ذمه واري منلې ده.

په دې وروستیو کې یو وارې بیا په شمالي وزیرستان کې هدفي وژنې زیاتې شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG