د پاکستان په دنګو غرونو کې د سکي سیالۍ
د پاکستان د شمالي سيمو په واورو پوښل شويو دنګو دنګو غرونو کې د سکي په سياليو کې ۴۰ نړيوالو لوبغاړو برخه اخيستې ده. ددې هېواد امنيتي وضعيت ته په پام سره دغسې سيالۍ بيخي کمې شوې دي. د پاکستان د لوبو سازمان هڅه کوي چې د سکي ترڅنګ په تالار کې دننه د واورو د لوبو امکانات پراخ کړي. د رويټرز خبري اژانس ويډيويي راپور عبدالحي کاکړ پښتو کړی دی.