د لاسرسي ځای

تازه خبر

په برسلز کې د افغانستان په اړه د ناټو غونډه پېلیږي


د ناټو مشر ینز سټولټنبرګ
د ناټو مشر ینز سټولټنبرګ

د ناټو تړون د دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه نن[د فبرورۍ پر ۱۳مه] په برسلز کې پېلیږي.

د ناټو سرمنشي ینز ستولتنبرګ ویلي دي چې په دې غونډه کې به د افغانستان د سولې د روانې پروسې او له افغانستانه د ناټو تړون د ملاتړ پر مسلو خبرې او بحثونه وشي.

ستولتنبرګ د فبرورۍ پر ۱۲مه په برسلز کې وویل چې د افغانستان وضعیت له چیلنجونو سره مخ دی.

نوموړي ټینګار وکړ چې ناټو به د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز ماموریت ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG