د نوي ډیلي پولیس وايي، د پلازمېنې په لویدېځه سیمه کې د اورلګېدنې پېښه کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي دي.
د ښار د پولیسو ویاند مندیپ سېنګ رنډوا وايي، نن[د فبرورۍ پر ۱۲مه] سهار، ارپیټ پیلس په نوم په دغه هوټل کې د اورلګېدنې له وجې لږ تر لږه څلور نور کسان ژوبل شوي هم دي.
د اور وژنې د ادارې یو افسر وجی پاول وايي، له دغه پنځه پوړیز هوټله ۳۵ نور کسان خوندي ویستل شوي دي.
په هند کې د حفاظتي معیارونو د کمزورتیا او د قوانینو د نه پلې کېدو له وجې د اور لګېدنې پېښې معمول ګرخېدلې دی.