د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسکو: ۲۷ روسي ماشومان له عراقه وطن ته ستانه شول


روسیې هغه ۲۷ ماشومان له عراقه خپل هیواد ته ستانه کړي چې میندې یې له داعش سره په تړاو د عراق په جیلونو کې دي.

د روسیې د بیړنیو چارو وزارت د فبرورۍ پر ۱۰مه وویل، د ۲۰۱۸م کال په دسمبر کې یې هم مسکو ته ستانه کړل شوي وو.

د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغو ماشومانو پلرونه په تېرو درو کلونو کې د جهادیانو او عراقي ځواکونو ترمینځ په جګړو کې وژل شوي دي.

د ۲۰۱۹م کال په جنورۍ میاشت کې کرېملین ویلي وو چې تر دغه وخته پورې په عراق کې د لسو کلونو نه کم عمر ۱۱۵ روسي ماشومان موجود دي. دا راز د نورو اتو ماشومانو عمرونه د ۱۱ او ۱۷ کلنو په منځ کې ښودل شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG