د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ او کېم په ویتنام کې سره ګوري


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره به د روانې میاشتې په وروستیو کې د ویتنام په سر ښار هانوي کې وګوري.

ټرمپ د فبرورۍ په نهمه پر ټوېټر ولیکل، د ده استازي تازه له شمالي کوریا ستانه شوي او د کېم جونګ اون د غونډې د وخت پر سر موافقې ته رسیدلې دي.

ټرمپ زیاتوي چې دی به د فبروۍ په ۲۷مه او ۲۸مه هانوی ته ولاړ شي.

دغو دواړو مشرانو تر دې مخکې د لومړي ځل لپاره په جون میاشتې کې په سینګاپور کې سره کتلي ول او پر دې غږیدلي ول چې څرنګه کوریا ټاپوزمه له اټومي وسلو پاکه کړي.

XS
SM
MD
LG