د اروپايي ټولنې د بهرنیو خدمتونو څانګې خبرداری ورکړی دی چې په برسلز کې د چین او روس په سلګونه جاسوسان کار کوي.
د یادې څانګې په رپورټ کې ویل چې شاوخوا ۲۵۰ چینايي او ۲۰۰ روسي جاسوسان په دې ښار کې موجود دي.
دا خبره د جرمني (ویلتم سونتګ) نومي ورځپاڼې د اروپايي ټولنې د چارواکو له خولې لیکلې ده.
په رپوټ کې سفارتکارانو ته ویل شوي چې د یو مشهور ريستوران او کېفې په ګډون د برسلز ښار یو شمېر سیمو ته له تګه ډډه وکړي.
رپورټ زیاتوي چې دا جاسوسان زیاتره په سفارتخانو کې کار کوي او یا خپل کاروبارونه لري.
د روس او چین له خوا تر اوسه په دې اړه غبرګون مخې ته نه دی راغلی.