د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاپ فرانسېس عربي متحده اماراتو ته ورسېد


د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر پاپ فرانسېس
د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر پاپ فرانسېس

د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر پاپ فرانسېس پرون متحده عرب اماراتو ته ورسېد.

دی د کاتولیکانو لومړنی مذهبي مشر دی چې عرب ټاپو وزمې ته سفر کوي.

پاپ فرانسېس چې په یکشنبه ناوخته ابوظبۍ ته ورسېد، نن به د ادیانو په اړه په یوه کنفرانس کې ګډون کوي او د قاهرې د الازهر جومات له ملا امام شیخ احمد ال طیب سره به وګوري.

تمه ده چې پاپ فرانسېس به په سېشنبه ابوظبۍ کې په هغو مراسمو کې ګډون وکړي چې شااوخوا یو لک او ۲۰ زره کسان به پکې برخه اخلي.

پاپ فرانسېس تېره اوونۍ دغه سفر د مذهبونو ترمنځ د اړيکو په تاريخ کې نوى باب بللى و.

په متحده عرب اماراتو کې شااوخوا یو میلیون کاتولیک عیسویان ژوند کوي چې ډېرى یې د فیلیپین یا هند وګړي دي.

XS
SM
MD
LG