د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتین: روس به هم د منځني واټڼ ایټمي وسلو تړون پرېږدي


ولسمشر ولادمیر پوتین
ولسمشر ولادمیر پوتین

د روس ولسمشر ولادمیر پوتین ویلي، روس به هم د منځني واټڼ ویشتونکو ایټمي وسلو تړون منل پرېږدي.

نوموړي دا خبره د امریکا لخوا د ورته اعلان یوه ورځ وروسته کړې ده.

ولسمشر پوتین نن په مسکو کې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او دفاع وزیر سرګي شوېکو سره ولیدل چې د امریکا لخوا د اږدي مودي راهیسي له تړونه د وتلو د ممکنه اقدام په اړه د روسیې په ردعمل خبرې وکړي.

ولسمشر پوتین زیاته کړه، روسیه به هم د تړون په برخه کې د امریکا په څیر لاره خپله کړي.

ولسمشر پوتین د بهرنیو چارو وزیر ته امر کړی چې له امریکا سره دې د وسلو د له منځه وړولو په اړه نوې خبرې نه پیلوي او د دفاع وزارت به د نویو ایټمي صلاحیت لرونکیو میزایلو جوړول پیل کړي.

تر دې یوه ورځ وړاندې د نړیوالو چارو د کمیټۍ د فیډریشن شورا مشر کانستنتین کوساخییوف ویلي، واشنګټن د وسلو د له منځه وړولو لپاره بل ګام پورته کوي.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو اعلان کړی چې امریکا به په شپږو میاشتو کې دننه د منځني واټن ویشتونکو وسلو له تړونه ووځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG