د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې د پاکستاني پوځ الوتکه رالوېدلې او پېلوټ یې وژل شوی


د مستونګ نقشه
د مستونګ نقشه

د بلوچستان په مستونګ سيمه کې د پاکستان د هوايي ځواک يوه الوتکه غورځېدلې چې پکې يو پايلټ وژل شوی.

د پاکستان هوايي ځواک په يوه خبر پاڼه کې ويلي چې الوتکه په عادي تربيتي پرواز وه چې نن د جنورۍ په ۲۳مه د مستونګ کډ کوچه سيمې سره وغورځېده او تبا شوه.

وياند زياته کړې چې د الوتکې راپريوتو علت ملومولو لپاره يوه پلټنيزه ډله جوړه کړل شوې.

د مستونګ مرستيال کمشنر ممتاز کېتران بيا پاکستاني رسنيو ته ويلي دي چې په کډ کوچه سيمه کې يو پېراشوټ هم موندل شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG