د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ او کيم به دويم ځل ملاقات کوي


ټرمپ او کيم په لومړي ځل د ۲۰۱۸م کال په جون کې ملاقات کړی و
ټرمپ او کيم په لومړي ځل د ۲۰۱۸م کال په جون کې ملاقات کړی و

پراګ - د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کیم جونګ ان به د فبروري په وروستیو کې په دويم ځل ملاقات کوي. د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سېنډرز د جنورۍ پر ۱۸مه وويل چې د دې ملاقات ځای به وروسته اعلانوي.

سېنډرز دا خبره تر هغه وروسته وکړه چې ولسمشر ټرمپ د شمالي کوريا له جګپوړي مرکچي یونګ چول سره تر یو نیم ساعت پورې کوريايي ټاپووزمه له اېټمي وسلو پاکولو او د سرمشريزې په اړه خبرې وکړې. د شمالي کوريا جګپوړي چارواکي د امريکا د بهرنيو چارو له وزير مايک پامپيو سره هم ملاقات کړی دی.

د امريکا ولسمشر ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کيم د تېر کال [۲۰۱۸م] په جون مياشت کې په لومړي ځل په سینګاپور کې غونډه کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG