د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي ولسمشر د استازو جرګې د مشرې د افغانستان سفر لغوه کړ


ټرمپ پلوسي ته لیکلي چې خپل سفر دې وځنډوي
ټرمپ پلوسي ته لیکلي چې خپل سفر دې وځنډوي

امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د حکومت د جزوي بندش په یادولو، د کانګرس د استازو جرګې مشره نینسي پلوسي د افغانستان سفر لغوه کولو ته اړ کړې ده.

ټرمپ د جنورۍ پر ۱۷مه شپې ناوخته په یوه لیک کې پلوسي ته ویلي دي چې د هغې د کانګرس پلاوي د افغانستان سفر لپاره پوځي الوتکه نه ورکوي.

دا اقدام نوموړي پر داسې مهال کړی چې پلوسي او پلاوي یې د سفر تیاری کاوه.

ټاکل شوې وه چې د کانګرس دا پلاوی د بېلجییم برسلز کې دمه وکړي او بیا په افغانستان کې له امریکايي سرتېرو سره وویني.

په خپل لیک کې ټرمپ پلوسي ته ویلي دي چې په داسې حال کې چې د بجټ پر سر د لانجې له کبله حکومت په جزوي توګه بند دی او شاوخوا "اته لاکه امریکايي حکومتي کارکوونکو تنخا نه ده تر لاسه کړې" دی "باوري دی چې هغه به د دې سفر ځنډولو ته تیاره شي."

ټرمپ دا هم ویلي دي چې کله د حکومت چارې بیا پیل شي، نو دی به د "هغې دا اووه ورځنی سفر بیا پلان کړي."

په لیک کې نوموړي پلوسي او د کانګرس نورو غړو ته ویلي چې که وغواړي نو د سفر بندوبست دې خپله وکړي او په مساپر وړونکې الوتکه کې دې ولاړ شي.

پلوسي د نوموړي د دې اقدام په غبرګون کې لا څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG