د لاسرسي ځای

تازه خبر

اردغان د کرد جنګیالیو ضد د کارروايۍ نه کولو امریکايي غوښتنه رد کړه


ترکيې د امریکا هغه خواست رد کړی چې پکې یې په شام کې د کردي جنګیالیو پر ضد د کارروایۍ نه کولو ورته ویلي ول.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردغان د جنورۍ پر اتمه وویل، د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن دا غوښتنه يوه جدي تېروتنه ده چې وایي له شامه د امریکايي سرتېرو تر وتلو وروسته دې ترکیه د کرد جنګیالیو پر ضد عملیات نه کوي.

اردغان دا خبرې تر هغې وروسته وکړې چې بولټن د ترکيې له سفره هېواد ته ستون شو.

په دې سفر کې بولټن د اردغان له يوه لوړپوړي سلاکار ابراهیم کالین سره ولیدل خو د تمې برخلاف يې له اردغان سره ملاقات و نه شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG