د افغانستان په بدخشان ولايت کې د زرو د يوه کان د سرنګ یا ټنل نړېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي دي.
د بدخشان د پوليسو يوه وياند غربي رسنيو ته ويلي چې د جنورۍ شپږمې نېټې په پېښه کې شاوخوا ٢٠ تنه ټپیان هم دي.
چارواکي وايي، پېښه په کوهستان ولسوالۍ کې شوې ده.
د کوهستان ولسوال محمد رستم د فرانسې خبري اژانس ته ويلي چې په سيمه کې خلکو له دغه سرنګه د زرو ټولولو لپاره کار اخيست.
د والي وياند نېک محمد نظري وايي، کليوال له لسيزو راهيسې دغه کاروبار کوي چې حکومت ورباندې کنټرول نه لري.
چارواکي زیاتوي، د پېښې په وخت کې لږ تر لږه ٥٠ کسان په هغه ځاى کې ول او د ګېرو کسانو ایستلو لپاره یې ژغورونکي وراستولي.