د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرم تنګي ډېم په هېڅ صورت نه منو: کبل خېل مشران


د کورم تنګي ډېم ساحه
د کورم تنګي ډېم ساحه

د شمالي وزیرستان د شوې تحصیل د کبل خیلو قبیلې او انتظامیې تر منځ د کرم تنګي ډېم د دویمې مرحلې په اړه جرګه ناکامه شوې ده.

د کبل خيلو مشرانو ویلي چې د بند یا ډېم له کبله به د سيمې درې لکه خلک بېکوره شي او حکومت د خلکو د تاوانونو پوره کولو څه ډول باور نه دی ورکړی نو دوی يې ځکه مخالفت کوي.

په دې اړه د جنورۍ پر دویمه د کبل خیلو ځېنو مشرانو مشال راډیو ته وویل انتظامي چارواکي وايي چې د کرم تنګي ډېم پر لومړۍ مرحله کار روان دی او په دویمه مرحله کې په شوه کې د بند تړلو لپاره له ځايي مشرانو سره سلا مشوره کوي.

د دې لپاره د امریکا مرستندویه ادارې یو اېس اېډ واپډا ته د اته میلیونه ډالره مالي مرستې ورکړي دي خو د ځايي خلکو د اختلاف له کبله دا منصوبه لا سر ته نه ده رسېدلې.

XS
SM
MD
LG