په بنګلا دېش کې د ډېسېمبر پر ۳۰مه د ټولټاکنو پر مهال د تاوتریخوالي پېښې او نښتې شوې دي چې پکې د اژانسونو په وینا تر ۱۰ پورې کسان وژل شوي.
اسوشي اېټېډ پرېس او د فرانسې خبري اژانسونه لیکي، پولیسو ورته ویلي چې د تاوتریخوالي پر مهال درې کسان د پولیسو په ډزو او شپږ نور د واکمن عوامي لیګ او د اپوزیشن بنګلا دېش ملتپاله ګوند د ملاتړو په نښتو کې وژل شوي.
چارواکي وايي، د اپوزیشن ګوند په برید کې یو پولیس سرتېری هم وژل شوی دی.
رپورټونه وايي، د بنګلادېش میلیونونه وګړي د یکشنبې یا اتوار پر ورځ خپلې رایې کاروي چې ورسره به نوی پارلېمان منتخب شي.
هلته اپوزیشن ګوندونو د ټاکنو پر ورځ پر حکومت د درغلیو تور هم پورې کړی چې حکومت رد کړی.