د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي، هندی وګړی حمید نهال انصاري یې خوشی کړی


د پاکستان بیرق.
د پاکستان بیرق.

پاکستان د ډېسېمبر پر ۱۷مه د حمید نهال انصاري په نوم د یوه هندي وګړي د ازادېدو خبر ورکړ.

انصاري چې په پاکستان کې پر جاسوسۍ تورن شوی و، له درې کلن بند پوره کولو وروسته خوشې شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل د ډېسېمبر پر ۱۷مه په تویټريو پیغام کې وویل چې انصاري له جیل خوشي کړل شوی او هند ته استول شوی دی.

د فیصل په وینا انصاري په غیر قانوني توګه په جعلي اسنادو د پاکستان خاورې ته داخل شوی وو او د پاکستان د حکومت خلاف جرمونو کې یې لاس درلود.

په خپله انصاري دغه تورونه ردکړي وو.

نوموړی په ۲۰۱۲م کال کې هغه مهال ونیول شو چې په جعلي اسنادو له افغانستانه پاکستان ته اوښتی وو.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG