د عراق یزیدۍ مدني فعاله نادیه مراد وایي، پلان لري چې د سولې نوبل جايزې پيسې په خپل ښارګوټې کې د جنسي تيريو ښکار شويو لپاره د روغتون پر جوړولو لګوي.
ناديه مراد دا خبره د ډېسېمبر پر ۱۴مه د عراق په شمال کې په خپل ښارګوټي سنجار کې ورغونډ شوو سلګونو خلکو ته په وينا کې وکړه.
هغې وويل چې د سولې نوبل جايزې پر پيسو به روغتون جوړوي چې په کې د بېوزله او کونډو درملنې به هم کېږي.
هغې زياته کړه چې ډېر ژر به له مرستندويه ادارو سره د روغتون کار پېل وکړي.
ناديه مراد ته په عراق کې د جنسي تشدد خلاف مبارزې پر سر د نوبل سولې جايزه ورکړل شوې وه چې يو میلیون ډالر ارزښت لري.