د اسټرالیا وزیراعظم وایي، د دوی حکومت لوېديځ بيت المقدس د اسراییل د پلازمېنې په توګه تسليم کړی خو د امريکا او نورو هېوادونو په شان به خپل سفارت هلته نه انتقالوي.
سکاټ موریسن د ډېسېمبر په ۱۴مه په سډني کې خبریالانو ته وویل چې د دوی حکومت تسليم کړی چې لوېديځ بيت المقدس د اسراييل پلازمېنه ده.
موریسن زیاته کړه چې اسټرالیا به وروسته له دې چې د دوو رياستونو حل راوځي، د بيت المقدس ختيځ به د فلسطین پلازمېني په توګه وپېژني.
اوس مهال د اسټراليا سفارتخانه په تل ابيب کې ده.