د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې شپږ سرتيري وژل شوي او ۱۴ ژوبل


د بلوچستان په کېچ ضلع کې تر ځمکې لاندې ښخ کړل شوي ماین چاودنې له امله شپږ امنيتي سرتیري وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان شوي دي.

د بلوچستان د اطلاعاتو وزير ظهور بلېدي تېره شپه رسنيو ته ويلي چې دا چاودنه د ډېسېمبر پر ۱۴مه هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې ملېشه سرتيري په يوه لارۍ کې د وسلو د يوې زېرمې موندلو لپاره له کېچ څخه د واګې سيمې پر لور روان و.

بلخوا د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو دفتر لخوا په بيان کې ويل شوي چې تر پېښې وروسته د امنیتي سرتیرو د ډزو په نتیجه کې څلور وسله وال هم وژل شوي دي.

تر اوسه د دې پېښې مسوليت چا نه دی منلی خو تر دې وړاندې د ورته بريدونو مسوليت بلوڅ بېلتونپالو ډلو پر خپله غاړه اخيستی و.

XS
SM
MD
LG