د امريکا پوځ وايي، د دې هېواد یو سرتېری د ډېسېمبر پر ۱۳مه په افغانستان کې وژل شوی او د دې پېښې د لاملونو په اړه پلټنې روانې دي.
پوځ زياتوي، د دغه سرتېري نوم او نور معلومات به وروسته له هغه خپاره کړي چې د ده کورنۍ ته په دې اړه حال ورکړل شي.
په افغانستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴ زره امریکايي سرتېري د روزنې او له افغان ځواکونو سره د همکارۍ په برخه کې کار کوي.
په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو جنګي ماموریت په ۲۰۱۴م کال کې د امنيت چارې افغان ځواکونو ته وسپارلې.