د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کونړ کې د طالبانو او القاعدې ۲۰ غړي وژل شوي


د افغانستان د کونړ ولایت په شلتن ولسوالۍکې په پوځي عملیاتو کې د القاعده شبکې او وسله والو طالبانو ۲۰ غړي وژل شوي دي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم د ډېسېمبر پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې دا وسله وال تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.

مصمم زياتوي، په دغو عملیاتو کې ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې نه دی معلوم.

اخوا بيا د زابل ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د ډېسېمبر پر ۱۳مه مازیګر د شاجوی ولسوالۍ په کجیر خېلو سیمه کې د هارون په نوم د طالبانو قوماندان له خپلو درېیو ملګرو سره یو ځای د دولتي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو په برید کې ووژل شو.

د زابل امنیه قوماندان سمونوال محمد مصطفی مایار نن مشال راډيو ته وويل چې هارون د طالبانو جلاد و او دولتي سرتېري او ملکي وګړي به ده وژل.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG