د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فرانس پولس یو مشکوک ترهګر وژل شوی


شريف شکات.
شريف شکات.

د فرانسې کورنيو چارو وزير کريستوف کاستانير تصدیق کړی چې د ډېسېمبر په ستراسبورګ ښار کې له پوليسو سره په ډزو کې وژل شوى ٢٩ کلن تن شريف شکات دى.

شکات هغه مشکوک سړى دى، چې د ډېسېمبر پر۱۱مه يې همدغه ښار ته نېږدې د کرسمس په يوه بازارکې درې کسان په ډزو ووژل.

کاستانير وویل، درې پولیسانو په یوه کوڅه کې شکات و موندلو او د هغه د نیولو هڅه یې وکړه. خو دغه مشکوک تن ورباندې ډزې وکړې نو ځکه پولیسو شکات ووژل.

داعش ډلې په خپلې ویب پاڼې اعماق کې په يوه اعلاميه کې دعوی کړې چې د دوى يوه ملاتړي ډزې کړی وی، خو نور شواهد یې نه دي وړاندې کړي.

دغې وسله والې ډلې تر دې مخکې هم په اروپا او نورو ځايونو کې د ځينو ترهګرو حملو ذمه واري منلې ده.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG