د لاسرسي ځای

تازه خبر

"حکومت دې د طاهر داوړ د تښتونې او وژنې حقايق په ډاګه کړي"


طاهر داوړ

پېښور - د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د يو قرارداد له لارې د پاکستان له وفاقې او د پښتونخوا له صوبايي حکومتونو غوښتنه کړې چې د پېښور پوليس افسر طاهر داوړ د تښتونې او وژنې په اړه حقايق وړاندې کړي.

نن د ډېسېمبر پر ۱۳مه په صوبايي اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند پارليماني مشر سردار حسېن بابک په دې اړه تحريک التوا وړاندې کړ.

نوموړي د اسمبلۍ تر غونډې وروسته مشال راډيو ته وويل چې په سرښار اسلام اباد غوندې خوندې ځای کې د امنيتي او استخباراتي ادارو پر موجودګۍ سربېره د طاهر داوړ تښتونه او بيا وژنه د خلکو په ذهنونه کې ډېرې پوښتنې را ولاړې کې دي.

"حکومت بايد بايد پر خپلې ناکامې اعتراف وکړي. د مرکزي او صوبايي حکومت بې حسي او سوړ غبرګون ډېره د مايوسۍ خبره ده."

بلخوا د خېبر پښتونخوا د قانون وزير سلطان خان ويلي چې صوبايي حکومت د دغه تحريک التوا مخالفت نه کوي او په کار ده چې د طاهر داوړ د وژنې په اړه په اسمبلۍ کې تفصيلي بحث وشي.

د پېښور پولیسو افسر اېس پي طاهر داوړ د روان ۲۰۱۸م کال د اکتوبر پر ۲۶مه له اسلام اباده نامعلومه کسانو تښتولی و چې مړی يې د نومبر پر ۱۳مه ډيرنډ کرښې ته څېرمه د افغانستان په ننګرهار ولایت کې وموندل شو. د پاکستان حکومت د نوموړي د وژنې په اړه يوه کميسيون جوړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG