نن د سعودي عرب په ریاض ښار کې د خلیج همکاری شورا سرمشریزه کیږي چې پکې د امریکا اتحادي خلیجي هېوادونو چارواکي ګډون کوي.
د قطر او نورو خلیجي هېوادونو ترمنځ د اړیکو خرابېدو له وجې امکان دي چې په دې کلنۍ سرمشریزه کې د قطر امیر برخه وانخلي.
د ترکیې انادولو خبري اژانس د قطر چارواکو په حواله ویلي چې امیر تمیم بن حماد الثاني به په غونډه کې ګډون نه کوي البته ریاستي وزیر به د هېواد نمایندګي کوي.
تراوسه د نوموړي د ګډون نه کولو په اړه جزیات نه دي ورکړل شوې. د راپورونو له مخې د سعودي باچا سلمان د قطر امیر ته په سرمشریزه کې د ګډون بلنه ورکړې وه.
په خلیج همکاری شورا کې سعودي عرب، متحده عربي امارت، بحرین، کویت، عمان او قطر شامل دي.