د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډونالډ ټرمپ هېدر ناورټ په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې ګمارلې


د امریکا بهرنیو چارو د وزارت ویانده هېدر ناورت.
د امریکا بهرنیو چارو د وزارت ویانده هېدر ناورت.

امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بهرنیو چارو د وزارت ویانده هېدرناورت په ملګرو ملتونو کې د سفېرې په توګه ګمارلې ده.

امریکایي رسنیو د ډېسېمبر پر شپږمه خبر خپور کړی چې په ملګرو ملتونو کې د امریکا اوسنۍ استازې نيکي هیلي د روان کال تر پایه خپله دنده پرېږدي او ځای به یې ناورت ونیسي.

ناورټ له اې بي سي او فاکس نیوز سره د خبریالې په توګه هم کار کړی دی.

فاکس نیوز وایي ټرمپ به د ډېسېمبر پر اوومه په دې اړه ټویټ وکړي.

بلومبرګ او رویټرز هم د ناورټ د ټاکل کیدو خبر ورکړی دی خو سپڼې ماڼۍ او د بهرنیو چارو وزارت لا هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

ډونلډ ټرمپ د نومبر په لومړۍ نېټه ویلي ول چې د نیکي هیلي پرځای د هېدر ناورټ په ګومارنه غور کوي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG