د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه دې د اټومي ټړون عملیکېدو ته راستنه شي. پامپیو


امریکا وايي، که روس په دوو میاشتو کې دننه تر سړې جګړې لاندې اټومي تړون پليکېدو ته ستون نه شي نو دوی به له خپلې ژمنې پرشا شي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د ډیسېمبر پر څلورمه په برسلز کې د ناټو غړیو هېوادونو په غونډه کې خپله پرېکړه په ډاګه کړه. په دې غونډه کې د ناټو هېوادونو د دې امریکايي تورونو کلک ملاتړ وکړ چې وايي، روس په ۱۹۸۷ ز کال د منځني - واټن اټومي ځواک له تړونه سرغړونه کړې چې د مسکو او واشنګټن ترمنځ شوی وو. دغه تړون روس او امریکا دواړه دې ته نه پرېږدي چې له ۵۰۰ تر ۵۰۰۰ واټن کروز او بالیسټیک توغندي ولري، جوړ کړي یا یې پر خپله خاوره د توغولو لپاره ولګوي.

د مسکو او لوېدیځوهېوادونو ترمنځ د زیاتېدونکې ترنګلتیا په حال کېو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په اکټوبرکې له تړونه د وتو هوډ کړی وو او ویلي یې ول چې روس روسیه د نوي توغندیز سیسټم په جوړولو سره له دې تړونه سرغړونه کړې ده.

روس د خپلدې کروزمیزایل چې نوواتور ۹اېم۷۲۹ یا (اېس اېس سي ۸ ) نومېږي په باب ډېر څه نه دي ویلي، خو دا یې رد کړې چې ګنې د دې توغندیو جوړول د واشینګټن او مسکو ترمنځ د تړون سرغړاوی دی.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG