د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر سلګونه کورنۍ خپلو سیمو ته ستنول کېږي


د قبایلي سیمو لپاره د قدرتي ناروینونو سمبالولو اداره (اېف ډي اېم اې) وایي د ډیسېمبر له پنځمې د خیبر نېږدې ۱۱۳۲ بې کوره کړل شوې کورنۍ خپلو سیمو ته ستنوي.

د اېف ډي اېم اې ویاند احسان داوړ بېګا ماښام مشال راډیو ته وویل چې د روانې میاشتې تر شلمې نېټې پورې چې کومو کورنیو د ستنولو پاڼې لاسلیک نه کړلې او خپلو سیمو ته ستانه نه شول نو بیا به ورته د ۳۵ زرو روپو مالي مرستو په ګډون ځینې نورې اسانتیاوې نه ورکول کېږي. خو د خېبر د مختلفو سیمو د کډوالو ځینو مشرانو مشال راډیو ته وویل چې دا مهال یې په سیمه کې یخني زیاته شوې ده او د سکولونو، روغتونونو پشمول یې کورونه ړنګ دي نو ځکه نه شي ستنېدلی. دوی له حکومته غوښتنه کوي چې لومړی دې ورته په سیمه کې سهولتونه ورکړل شي او له هغه پس دې یې ستانه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG