د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه د ايران میزايلو د ازموينو په اړه بحث کوي


نيويارک کې د ملګرو ملتونو وداني

ټاکل شوې چې د ملګروملتونو امنیت شورا نن د بندو دروازو شاته په یوه غونډه کې د ایران له خوا د توغندیو د وروستۍ ازموینې په اړه بحث وکړي. واشنګټن او متحدانو یې دا ازموینه د امنیت شورا له پریکړه لیک څخه چې ۳ کاله مخکې تصویب شو، سرغړونه بللې.

امنیت شورا دا غونډه په داسې حال کې پلان کړې ده چې د ایران د توغندیو د پروګرام په اړه اندېښنې په زیاتېدو دي.

د روانې اونۍ په پیل کې فرانس د ایران د توغندیو دا ازموینه پاروونکې او د بې ثباتۍ لپاره عمل وباله او ویې ویل چې دا اقدام یې د ملګرو ملتونو له ۲۲۳۱ نمبر پریکړه لیک سره سمون نلري چې په ۲۰۱۵م کال کې د ايران او د غربي طاقتونو تر منځ د اټومي لوظنامې د برخې په توګه تصويب شوی و.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر جېريمي هنټ هم دا ازموینه پارونه، ګواښ او خلاف عمل وباله او د دې د بندېدو غوښتنه یې وکړه.

له دې مخکې د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي براین هوک هم له اروپایي ټولنې غوښتي و چې د ایران د بالسټیک توغندیو پروګرام په نښه کړي او نوي بندیزونه پرې ولګوي.

ښاغلي هوک د ایران دا پروګرام ډېر خطرناک وباله.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG