د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان شمالي وزیرستان ته تللی


پاکستانی وزیراعظم عمران خان او د دغه ملک د پوځونو مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په یوه لنډه دوره ترهګرۍ او ورپسې په پوځي عملیاتو کې ځپل شوې سیمې شمالي وزیرستان ته تللي دي.

د پاکستان سرکاري راډيو یو خبر وايي چې عمران خان به په میرام شاه کې له ځايي قبایلي مشرانو سره ویني او هلته به ځایي پوځي چارواکي ورته د سیمې پر امنیت او د بیا- ودانۍ پر کارونو تفصیل ورکوي.

د دې ترڅنګ به نوموړي ته د هغو بې کوره کړل شویو خلکو په اړ مالومات ورکول کیږي چې ځینې یې خپلو سیمو ته ستانه کړل شوي دي او ځینې یې لا هم په مختلفو ځایونو کې د کډوالۍ ژوند کوي.

یاده دې وي چې په ۲۰۱۴ ز کال په شماليوزیرستان کې د وسله والو طالبانو خلاف په پاکستانیو پوځي عملیاتو کې د دغه سیمې په لکونو ولس د خیبر پښتونخوا نورو سیمو ته کډه کړل شول او یو لوی شمېر یې د افغانستان نېږدې ولایتونو خوست او پکتیکا ته کډې یووړې. که څه هم د کډوالو لویه برخه خپلو سیمو ته ستانه کړل شوي خو لاهم د وزیرستانونو ګڼې کورنۍ د کډوالۍ ژوند تېروي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG