د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن د جنیوا په کنفرانس کې د ګډون لپاره سویس ته ځي.
د نومبر پر ۲۷مه او ۲۸مه نېټه د جنیوا کنفرانس د افغانستان پر سوله او ثبات کېږي.
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون په یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې افغان مشران د جنیوا په کنفرانس کې په دې هدف ګډون کوي چې د راتلونکیو دوو کلونو لپاره د نړیوالې ټولنې هر اړخیز ملاتړ ترلاسه کړي.
د جنیوا په کنفرانس کې به افغان حکومت د اصلاحاتو راپور نړیوالو ته وړاندې کړي.
نړیوالې ټولنې له افغان حکومته له اداري فساد سره مبارزه، عدلي او قضايي اصلاحات او په سیاسي بهیرونو کې د ښځو ګډون زیاتول غوښتي وو.