د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچي کې وژل شوی پلار او زوی په کوټه کې خاورو ته وسپارل شول


د کوټې نقشه

په کراچي کې د جمعې په ورځ د چین پر کونسلګرۍ د برید په نتیجه کي یو پلار او زوی هم وژل شوي ول. حاجي نیاز محمد او د هغه مشر زوی ظاهرشاه د کوټې د پښتون اباد سيمې اوسېدونکي ول او د ویزې لپاره د نومبر پر ۲۳مه نېټه د چین کونسلګرۍ ته ورغلي ول.د دوی مړي نن [شنبه] په خپل پلرني ټاټوبي کې خاورو ته وسپارل شول.

تر جنازې وروسته له مشال راډيو سره د خبرو پر وخت د حاجي نياز محمد ورور جبيب الرحمان وويل چې نه مرکزي حکومت او نه هم د سيند صوبايي حکومت له دوی سره هيڅ ډول مرسته نه ده کړې او نه يې هم دوی ته د مړيو انتقالولو لپاره ايمبولنس ورکړي.

د حاجي نياز محمد کورنۍ د پېښي پر پلټنو سربېره د هغه د وارثينو ماشومانو سره د مرستې غوښتنه کړې ده.

نیاز محمد د رختونو سوداګر وو او د تیرو ۲۵ کلونو راهيسې يې له چین سره تجارت کاوه.

له حاجي نیاز محمد څخه درې زامن او اووه لوڼې پاتې شوي او د هغه د مشر زوی ظاهر شاه څخه بيایوه مېرمن او دوې وړې لوڼې پاتې شوي دي.

په دې اړه مو د بلوچستان د صوبايي حکومت له ویاند ظهور بلېدي سره د تماس نیولو هڅه وکړه خو په غبرګون اخيستلو کې يې بريالي نه شو.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

عدالت حافظ سعيد د ترهګرو پر تمويلولو تورن کړ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:52 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG