د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان په اسلام اباد کې د امریکا شارژدافېر ته خپله ګیله رسولې


د پاکستان حکومت د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې د نومبر پر ۲۰مه، په اسلام اباد کې د امریکا سفارت شارژدافېر، پاول جونز ور غوښتی دی او هغه ته یې خپله ګیله کړې.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په سېشبه په یوه بیان کې ویلي چې د اسامه بن لادن د وژل کېدو او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د خپل رول په اړه د ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په باب یې خپله ګیله پاول جونز ته سپارلې ده.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ډونالډ ټرمپ د بې ځایه تورونو پرضد یې خپل سخت خپګان ښودلی دی.

طاهر دواړ زوی امجد داوړ سره مرکه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:50 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG