د افغانستان د ملي امنیت شورا د وسله والو خلاف د عملیاتو د زیاتولو غوښتنه کړې ده.
د ملي امنیت شورا ویاند طارق ارین بېګا مشال راډیو ته وویل، اړوندو اداروته سپارښتنه شوې ده چې د خلکو د ژوند د خوندیتوب او د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره د وسله والو خلاف عملیات زیات کړي.
د ملي امنیت شورا دا غوښتنه په داسې حال کې کړی چې د چارواکو په خبره د نومبر پر ۱۵مه په فراه ولایت کې د وسله والو طالبانو په حمله کې لږترلږه ۳۸ افغان سرتېري ووژل شول.
افغان ولسمشر اشرف غني څو ورځې مخکې په یوه مرکه کې تاییده کړه چې په تېرو ۴ کلونو کې د امنیتي ځواکونو شاوخوا ۲۸ زره سرتېري وژل شوي دي.