د بریتانیا یوشمېر مسلمانانو له خپلi حکومته غوښتي چې په پاکستان کې د مذهبي سپکاوي له توره سپینې شوې عیسوۍ ښځې، اسیې بي بي ته پناه ورکړي.
هغه په ۲۰۱۰ ز کال د مذهبي سپکاوي په تور ونیول شوه او د مرګ تر سزا لاندې اته کاله زنداني وه. د پاکستان ستر عدالت د اکتوبر پر ۳۱مه حکم وکړ چې د اسیې بي بي د جرم کره والي لپاره کافي اسناد نه شته، بېګناه ده او باید ازادي ورکړل شي.
د اسیې بي بي او د هغې د کورنۍ د راتلونکي او د هغوی د امنیت په اړه له ډېرې مودې راهیسې بحثونه روان دي.
په بریتانیا کې یوشمېر مخورو مسلمانانو چې درې پکې ملایان هم دي، د نومبر په ۱۳مه له خپله پارلمانه وغوښتل چې د اسیې بي بي امنیت ته پام وکړي.
هغوی د بریتانیا د کورنیو چارو وزیر ساجد جاوېد ته یو لیک استولی او غوښتنه یې ورڅخه کړې، که اسیې بي بي ورته د پناه خواست وکړ باید ومنل شي.
دا لیک د بریتانیا پارلمان ۱۵ غړیو هم لاسلیک کړی دی.
اسیه بي بي د پنځو بچو مور ده.
د پاکستان حکومت هغه د امنیتي اندېښنو له امله په داسې ځای کې ساتلې چې ادرس یې چا ته نه دی معلوم شوی.
د اکتوبر په ۳۱مه چې د پاکستان ستر عدالت د هغې د ازادۍ حکم وکړ، په پاکستان کې سختدریځو مذهبپالو ډلو يې پرضد مظاهرې پيل کړې.
د احتجاجونو له امله، د عمران خان حکومت مجبور شو چې د تحریک لبیک پاکستان په نوم له مذهبي ډلې سره تړون وکړي.
د راپورونو پر اساس، د عمران خان حکومت په دې تړون کې ژمنه کړې چې د اسیې بي بي په برخه کې د ستر عدالت پرېکړې ته به له سره کتنه کوي او تر هغه مهاله اسیه بي بي له پاکستانه نه شي وتلی.
د اسیې بي بي مېړه له لوېدیځو دولتونو پناه غوښتې او ویلي یې دي چې کورنۍ یې په خطر کې ده.
په دوشنبه د هالېند بهرنیو چارو وزیر وویل چې د اسیې بي بي مدافع وکیل سیفالملوک ته د پناه ورکولو له امله یې په اسلاماباد کې خپل سفارتي کارمندان تر ګواښ او دړکو لاندې دي. نوموړي د امنیتي اندېښنو له امله له اسلاماباده د خپل سفارت کارمندان اېستلي دي.