د امریکا یوې څیړونکې ادارې په شمالي کوریا کې ۱۳ داسې اېټمي مرکزونه معلوم کړي چې پکې دغه هېواد اټومي توغندي پټ کړي دي او په اړه یې وړاندې څه نه وو ویل شوي.
دې معلوماتو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د مهمې بهرنۍ تګلارې پیل تر پوښتنو لاندې راوستی دی.
په واشنګټن کې د ستراټیژیکو او نړیوالو مطالعاتو د مرکز څیړونکیو د نومبر پر ۱۲مه وویل دغه اېټمي مرکزونه یې د سیارې له تصویرونو معلوم کړي دي.
د دوی په وینا، د شمالي کوریا حکومت په دې اړه معلومات نه وو وړاندې کړي.
ولسمشر ټرمپ د ټاپو وزمې کوریا له اټومي وسلو پاکولو لپاره د جون په میاشت کې له شمالي کوریا سره خبرې اترې پیل کړې.