د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تاجکستان په یو زندان کې یوشمېر بندیان وژل شوي


د تاجکستان خوجاند زندان.
د تاجکستان خوجاند زندان.

د مشال راډیو تاجک څانګې ته نېږدې سرچینو د نومبر پر اتمه راپور ورکړی چې تېره شپه د تاجکستان د شمالي ښار خوجاند په یوه زندان کې د جګړې له کبله یوشمېر زندانیان وژل شوي دي.

سرچېنې وايي، دا معلومه نه ده چې بلوا په څه خبره پیل شوه چې بیا وروسته یې د قابو کولو لپاره نور سرتېري زندان ته ولېږل شول.

یوې سرچینې ویلي، له ګڼو زندانیانو سره په لاسونو کې چړې چاقوان وو، په هغو کې ځینې یې وژل شوي او ځینې په تښتېدو بریالي شوي دي.

رایټرز اژانس د درېوو سرچینو په حواله چې نومونه یې نه دي اخېستل شوي ویلي، د امنیتي ځواکونو لخوا لږ تر لږه ۱۳ زندانیان وژل شوي دي.

ځايي خلکو د مشال راډیو تاجک څانګې ته ویلي، د زندان له سیمې یې د ډزو غږونه اورېدلي دي.

د خوجاند د محبسونو ریاست په زندان کې د وسلو د استعمال خبره رد کړې ده خو دومره یې ویلي چې حالات غیر معمولي دي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG