د لاسرسي ځای

تازه خبر

انډونیشیا کې سورلۍ وړونکې الوتکه سمندر ته لوېدلې


 انډونیشیا: پنګکل پیننګ ښار هوايي ډګر کې سمندر ته د چپه شوې لاین ایېر الوتکې د سورو کسانو د کورنۍ غړي په پېښه ویر کوي. ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۸
 انډونیشیا: پنګکل پیننګ ښار هوايي ډګر کې سمندر ته د چپه شوې لاین ایېر الوتکې د سورو کسانو د کورنۍ غړي په پېښه ویر کوي. ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۸

د انډونیشیا هوابازۍ ادارې چارواکو ویلي، د لاین ایېر شرکت یوه الوتکه له جکارته ښاره پنګکل پیننګ ښار ته روانه وه چې له سماټرا جزیرې سره نېږدې په جاوه سمندرګي کې وغورځېدله.

چارواکي وايي، په الوتکه کې نېږدې ۱۸۹ تنه سپاره ول او تر اوسه د بچ پاتیو کسانو په اړه هېڅ معالومات نه لري.

د انډونیشیا لټون او ژغورنې ملي ادارې ویاند یوسف لطیف په دوشنبه په یوه پیغام کې پېښه تایید کړې ده.

د انډونیشیا هوابازۍ ادارې ویاند یوهانس سیریت ویلي، د الوتکې هواباز د اړیکو تر شلېدو لږه شېبه وړاندې ورته هوايي ډګر ته د ستنېدو ویلي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG