د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسيو او پاکستانيو پوځیانو ګډ پوځي مشقونه پیل کړ


پاکستاني پوځي چارواکي وايي، د روسي پوځیانو یوه ډله له پاکستاني پوځیانو سره د ګډو پوځي تمرینونو لپاره دغه هېواد ته ورغلې ده.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې «ISPR» د دوشنبې په ورځ په دې اړه یو لنډ بیان او د روسي پوځیانو تصویرونه خپاره کړي چې پاکستان ته تر رسېدو وروسته له الوتکې د کوزېدو په حال کې دي.

که څه هم د پاکستان پوځي مقامات وايي چې دا د پاکستاني او روسي پوځیانو ترمنځ درېیم ګډ پوځي تمرینونه دي، خو دا یې نه‌دي ویلي چې دا تمرینونه به تر څو ورځو دوام وکړي.

د پاکستان په خپره کړې خبرپاڼه کې دا تمرینونه د پاکستان او روسيې ترمنځ د دوه اړخیزو پوځي تمرینونو د تړون د لړۍ ۳مه کړۍ بللې ده.

د روسیې د دفاع وزارت هم د تېرې پنجشنبې په ورځ د دغو ګډو پوځي تمرینونو په اړه ویلي وو چې په دې کې به ۷ روسي پوځیان برخه واخلي.

د سیاسي چارو کارپوهان د روسیې او پاکستان د اړیکو د پراخېدو لامل، د پاکستان او امریکا د اړیکو ترینګلتیا او په افغانستان کې د داعش نفوذ چې روسیه‌یې ځان ته ستر ګواښ ګڼي، یادوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG