د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي او ترکي ځواکونه د سوريې د منبج ښار شااوخوا ګزمې پیلوي


ټاکل شوې ده چې امریکايي او ترکي ځواکونه تر راتلونکو څو ورځو د سوريې د منبج ښار شااوخوا ګډې ګزمې پیل کړي.

دا خبره په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل کړې ده.

جنرال ووټل پرون خبریالانو ته وویل، دا ګزمې به د پوځیانو تر روزنې وروسته پیل شي.

منبج ښار دا مهال د هغو کُرد وسله‌والو په کنټرول کې دی چې ترکیه‌يې ترورېستان بولي.

ترکيې تر دې مخکې ګواښ کړی و چې له کُرد وسله‌والو څخه د دې ښار د تصفيې لپاره به پوځي عملیات وکړي.

د ترکيې پر پوله د دې هېواد او امریکا د ګډو پوځي ګزمو موضوع د هغې موافقې برخه ده چې واشنګټن او انقرې په سیمه کې د شخړې د کمولو په هدف په تېر جون میاشت کې کړې وه.

ترکیه او امریکا د سوريې په جګړه کې د وسله‌والو یاغیانو له مختلفو ډلو ملاتړ کوي او روسیه او ایران بیا د سوريې د حکومت تر څنګ ولاړ دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG