د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق: کردستان کې واکمن کردستان ډیموکريټک ګوند زیاتې څوکۍ ګټلي


د عراق د انتخاباتو کمېشن چارواکو ویلي چې د دغه هیواد په نیمه خودمختاره سیمه کردستان کې واکمن ګوند کردستان ډیموکریټک د ستمبر میاشتې په انتخاباتو کې تر ټولو زیاتې رایې ګټلي دي.

پایلې ښيي چې د مسعود بارزاني ګوند کردستان ډیموکریټک د پارلیمان ۴۵ او پېټریاټک یونین اف کردستان ګوند ۲۱ څوکۍ ګټلي دي.

د اپوزیشن تر ټولو لوی ګوند ګوران یوازې په ۱۲ سیټونو بریا ترلاسه کړېده.

په کردستان کې انتخابات د ستمبر پر ۳۰مه شوي وو خو الیکشن کمېشن ته له زرو څخه زیاتو شکایتونو ترلاسه کېدو او بیا د پلټنو له وجې د انتخاباتو نتیجې اوس اعلان شوې.

د کردستان د پارلیمان ۱۱۱ څوکۍ دي چې پکې یې ۱۱ د اقلیتونو لپاره ځانګړې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG