د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکي څېړونکو نن د سعودي کونسلګري بیا تلاشي کړه


د ترکیې څېړونکو نن پنجشنبه د اکټوبر ۱۸مه، په استنبول کې د سعودي عرب کونسلګري بیا تلاشي کړه.

دا دوهم وار دی چې د ترکیې پولیس دا کار کوي.

هغوی دا کار د سعودي ژورنالیست، جمال خاشقجي د څرک موندلو لپاره کړی دی.

ژورنالیست خاشقجي د سعودي عربستان د حکومت پر پالیسیو ډېر انتقادونه کول او د واشنګټن پوست په ګډون یې متعبرو خبري رسنیو ته کالمون او یاداښتونه لیکل.

جمال خاشقجي د اکتوبر په ۲مه، په استنبول کې د سعودي عرب کونسلګرۍ ته په ضروري اسنادو پسې ورغلی و او له هغه راهیسې ورک دی.

د ترکیې دولتي رسنیو داسې رپوټونه خپاره کړي چې جمال خاشقجي یوې ځانګړې ډلې چې له سعودي عربه ورغلې وه، وژلی او بیا یې ټوټې کړی دی.

په استنبول کې عیني شاهدانو ویلي چې پولیسو نن سهار د سعودي عرب د کونسلګرۍ باغچه او د چارواکیو ګاډي هم تلاشي کړي دي.

څېړونکیو د کونسلګرۍ له ودانۍ د خاورې نمونه او د DNA معاینې لپاره نښې اخیستې دي.

د ترکیې څېړونکو نن سهار، د سعودي د کونسل، محمد العتیبي کور هم تلاشي کړی دی.

محمد العتیبي د تېرې سېشنبې په ورځ ریاض ته ستون شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG